کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

 د ښاغلي عبدالکريم " عامر "  شعرونه
 

غزل

مینه زما ستا په دیدار ډیریږي
لکه پیسه په کارو بار ډیریږي

فراغت غواړم له نړانده فکره
چې وخت شي تر دمره مې کار ډیریږي

قطره قطره شي د در یاب په شا نې
اوښکې زما نن وار په وار ډیریږي

چې ښه کوي مرسته دې نه کوي
چې بد کوي بیا دې غم خوار ډیریږي

دی ضروري چې طبیب راشي یوار
محسوس مې کړو درد د پر هار ډیریږي

شاهد اخر سفر يې ختم شولو
څوکه څوکه خپ پر مزار ډیریږي

لکه تنور سوزم د غم په اور کې
څومره چې اور بل شي انګار ډیریږي

ستا په تصویر مې په بدن کې خوله
لکه شبنم اول سحار ډیریږي

چاته داغونه د خپل زړه وښیم
اوس لکه ستوري تر شمار ډیریږي

ستا په خندا زما امیدونه د ژوند
عامره اوس په انتظار ډیریږي

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.