کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

 د ښاغلي عبدالکريم " عامر "  شعرونه
 

غزل

له تورو سترګو دې ویښته د رنجو خال نیولی
لکه په لاس چې وي سړی نړاند ديوال نیولی

د اندرونې کیفیت حال يې رونړی اوښکې وای
دی يې و سترګو ته تصویر لکه دسمال نیولی

مجبورۍ ډېر مغرور مجبور کړل محروم پرېږده ایسته
دلته زر داره دی هم بل ته لاس په سوال نیولی

زلفی يې کې پر مخ خورې کې زما وزړه ته دی چل
کې د دریاب په غاړه دی ماهي ته جال نیولی

ستا تر نامه کړلو قربان چا دخپل کور ګرد اسباب
چا و ملنګ ته دئ خالی د اوړو تال نیولی

د شپې مې هم نشته سکون د بل په کار مشغول یم
غریبه بخته ما هم دی پر لاس مشال نیولی

د بنړو خوف دی عا مره لکه توره دی تېره
لاس مې و مخ ته ځکه دی لکه یو ډال نیولی

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.