د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
د زړه ګوذار زه شومه ستومانه که پښو راسره مزل پرېښود ای رقيبه لکه چې بيا دې راته کوم چل کېښود ما و ورته په ستر ګو او بڼو کې ځای ورکړی غمازه خانده چې يې راته تېغ پر ګوګل کېښود دپردو به څه ګيله وکړم ای د زړه ګوذاره ته يې د هغه چې يې راته سر پر څنګل کېښود د ناکردو داغونه يې هزار پر زړه لرمه دومره يې له بس نه و نن يې راته يو بل کېښود نه پوهېږمه کومه ﻻر روان شو، چېر ته ﻻړو تری تم شو چې يې طرف زما د منزل پرېښود مينه يې نيمګړې ، وعدې ټولې دروغجنې زړګی د "جان " يې چې رقيب مخې ته په چل کېښود 15.04.2004
د اغلې ل. جان شجاع شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.