|
غزل
شپه ده پخه ، په سپېڅلتوب خبرې ډېرې کوو نه په خوب نه ، په مينتوب خبرې ډېرې کوو د زلميتوب او پېغلتوب جګړه خوږه جګړه ده په زلميتوب ، په پېغلتوب خبرې ډېرې کوو پرېږده چې نن اوبه ، اوبه کړو جل وهلې جذبې سړيتوب وژنو ، ليونتوب خبرې ډېرې کوو اوس چې خبره د ښکلا شوله جلانه ياره! نو راته غوږ شه په اريوب خبرې ډېرې کوو ؟ |
