|
غزل
لمر به له ګرېوان نيسم ، د پښو ړکۍ به غر کړمه ګورې به چې څنګه لاس په لوړو باندې بر کړمه هله دې زه ومرم چې ټيکرۍ مې د خوږ ې پښتو بس چې دې سرتورو زمانو ته ور په سر کړمه وخته ! د هنر په تماشو کې به مې وستايي يار به ګوړه ، ګوړه کړم – او ځان به مرور کړمه هله به يې زور د مينې زړه ته لاره ومومي زېړ زېړ اننګي چې يې په شونډو بختور کړمه وا جلانه ! ډېرې جينکۍ به ليونۍ کړمه زه چې شړۍ واغوندم ، اتڼ ته مټې ورکړمه |
