|
غزل
د خپل ارمان غوندې يم وړاندې ځمه ، شا ته راشم د جګ غره کاڼی شوم چې و خوزم بيديا ته راشم زه چې څېړنه د ژوند هرې فلسفې شروع کړم په نتيجه کې يې ضرور دا ستا ښکلا ته راشم د څڼورنګ چې مې شي ساز د طبيعت درو کې د ذات اوبه شم د شپې تور رګ کې سوما ته راشم لمر چې سر پورته کړي د بلې ډېوې رنګ واړوي داسې چې زه د زړه نه ولوېږمه تا ته راشم يون مې د غشيو پر سرو تکيه پر خدای جلانه! مور مې هم مړه دعا چانه واخلم چا ته راشم |
