|
واوره
واوره ګاونډيه په تا پاتې ده یو پور زما اور دی پوری کړی په ښایسته کلی اوکور زما هر رنګ چی دی لاس بر شوی تا کله ایله کړی اوس غواړې چی وسپړی دپلار اونیکه ګورزما زه خو له چنګیز او له مغلو ګیله من نه يم تا خو همیشه بللی ځان مسلمان ورور زما تا په نرمه ژبه ، په هيلو بهانو وژلی يم تا سره که پيل شم در معلومه به شي زور زما کله چی حساب او کتاب وخت راشي زمونږ تر مینځ ژر به پوروړی خیژی پاتی به وي نور زما زه خو په حساب دغه یو شی ضروري ګڼم کاڼی چه ويشتلو توره شپه کی تا په لور زما ستا دبربریت کیسی به چا چا ته کومه زه ستا اور کی سيزلی دی ماشوم ، بډا ، سرتور زما نور زه نه پوهيږم دومره پوه يم لولپه به شې تا ته که در والوتو يوه بڅری اور زما پام چی سپک نظر زما دی وران حالت ته ونکړی سترګې به دی وباسم چی وګورې په لور زما ستا دا ابلیسي چلونه زه هم حیران کړی یم یو ورور می کافر کړې بيا يي وژنې په بل ورور زما |
