|
ځکه چې مور ده
ښځه
ښځه ده ګرانه په هر چا ځکه چې مور ده ښځه ښځه ښایست ښځه ښکلا دسترګو تور ده ښځه ښځه دژوند دسمون لاره محترمه وي تل په لاره سمه وي تل ښځه په مینه کې وفا دزړه ټکور ده ښځه ځکه چې مور ده ښځه ښځه ټولنه کې ژوندون ته ښکلی رنګ ورکوي هم نام او ننګ ورکوي که چېرې بد شي هر افغان ته لوی پېغور ده ښځه ځکه چې مور ده ښځه ښځه پخپله قهرمانه قهرمان زېږوي دننګ بچیان زیږوي ځکه عزت شان او شوکت دهر یو کور ده ښځه ځکه چې مور ده ښځه ښځه به هله په چا ګران چې پښتنه شي ښځه ډېره درنه شي ښځه ډیره بې وسه ، ناتوانه هم سر تور ده ښځه ځکه چې مور ده ښځه ښځه استازه ده دهر یو کس روزنه کوي ښه لارښوونه کوي خو ډېر افسوس دی چې په کور او یا په ګور ده ښځه ځکه چې مور ده ښځه ښځه دژوند دلارې مله ښه صفتون لري مصیبتونه لري که چېرې دوه نو شي په کور کې شر او شور ده ځکه اینګور ده ښځه پدې دنیا کې ښځې پښو لاندې جنت وګټئ لوی مغفرت وګټئ جبارخیل وایي زما ددواړوسترګو تور ده ښځه ځکه چې مور ده ښځه نیوادا |
