|
لټوم
دارمانونو زخمي زړه ته مې درمل لټوم ګرځم دمينې په بازار کې ځانته مل لټوم سوری سوری پر هار پرهار په محبت دجانان داستا له مینې څخه ډک داسې ګوګل لټوم یو ورځ پوره به شي زما دارمانونو هیلې که پوره نشي دغمجن زړګي تسل لټوم خدازده چې چا او څنګه لوټ کړ زما دزړه استقرار ؟ چې مې دژوند سکون پټ کړی هغه غل لټوم دمینې رنځ کې چې اخته شم سودايې غوندې شوم د زمانې دهر عاشق د پښو پل لټوم مینه ده ګرانه هر سړی خو یې زغملی نشي په دغه لوبه کی فرهاد پشان اتل لټوم په څلور لارې کې حيران چې زه چېر ته لاړ شم ؟ لېونی ګرځمه سرسامه ورک مزل لټوم زه جبارخیل لدې ژوندون نه لاس په سر یمه نور غواړم بدل کړم خپل تقدیر لیک دازل لټوم |
