|
کلی کور
سوی زمونږه کلی کور دی چا بل کړی پکې اور دی؟ چې جونګړې مو سوزیږي وایه چا لره پېغور دی؟ ای اور ګره کور دې وران شه چې دې ظلم په هر لور دی پدې کور د پرګنو کې چا ګډ کړی ظلم زور دی ؟ خلک لاړل کهکشان ته ولې مونږ باندې نسکور دی ؟ خلکو جوړ کړل جنتونه زمونږ کور پشان دګور دی خلک خاندي خوشحالي کړي ولې دلته شر او شور دی؟ څه عجیبه افسانه ده ورور اخته په جنګ دورور دی هیڅ انصا ف په چا کې نشته د نړۍ نه مې زړه تور دی جبارخېله نور څه نشته بس په شعردې زړه ټکور دی |
