کـــور

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

 د ښاغلي نجيب الله "جبارخېل" شعرونه
 
څیرې ګرېوان


زیارته ما درته په زړه کې لوی ارمان راوړی
ته یې پوره کړه چې سوړ اه مې دانسان راوړی
زما دوطن څیرې ګرېوان ته یوه ګنډه ورکړه
ما دشهید پلار ديتیم څیرې ګرېوان راوړی
زه خوسوالګر نه یم بس دغه سوال کومه له تا
په تش کچکول کې مې نن سوال دخپل جانان راوړی
نور به سینه دربوي لافې دوفا کوینه
خلک کړي مینه ورسره ما پرې ایمان راوړی
چې دبرلین دیوال چپه شو چین هانکانګ شولو يو
دا توره کرښه چا په مینځ کې دافغان راوړی ؟
زما سر شاره مینه داسې راته وایي وایي
سره به یو شي لر او بر ما دا برهان راوړی
تېر به دژوند دنهیلیو شي ناځوانې شېبې
ما تسلي دزخمي زړونو ته درما ن راوړی


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.