د ښاغلي نجيب الله "جبارخېل" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 
غزل

پاکه مينه مې کوله له بدنا مه څه خبر وم
چې دستوردکلي مات شوله انجامه څه خبر وم

محبت راته اسانه غوندې لوبه ښکارېدله
چې پریوزي خلک دام کې لدې دامه څه خبر وم

دژوندون يوڅوسپرلي مې په ارامه تېروله
 روڼ سهارمې وليدلی له ماښامه څه خبر وم

لالهانده په ژوندون کې ددلبرپه مینه مست وم
 درقیب اودغمازله انتقامه څه خبر وم

دغمونو تسلسل کې دتسل ملګری نه و
مېخانه کې دساقي له خم اوجامه څه خبر وم

شمه پورته زه ممبرته چې اعلان دمینې وکړم
دممبردتهمتي ظالم امامه څه خبر وم

جبارخېل هسې جانان سره ساده مینه کوله
زه دعشق له لوړ منزل او لوړمقامه څه خبروم

 د ښاغلي نجيب الله "جبارخېل" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.