|
ساقي
ساقي چې شـــراب را نه كړې جامونه ماتــوم پر نورو ميخورانو دې ســــرونه ماتوم (په خوي او په فطرت كې زما ټكــى وفا نشتــه) اشنـا راته ويل چې هســې زړونه ماتـــوم د ميني پرځاى تخـــم چې د كركې شينـدي چيرته په سوك د داسې كس خـــوله كې غاښونه ماتـوم په پښو كې يې نور وړاى نشم، كړې پښې يې راته ماتې د وخت دا زولنـې، دا رواجونه ماتـــوم كه خداى وكړي، كه ونغاړم تصوير يې په غـزل كې پر مخ د تخــيل يې زه رنګـونه ماتـوم دا خپل دې ليــوني ذوق يې راوستـــــــى يم ديدن ته خداى مه كړه چې ګلبڼ كې به ګلونه ماتـــوم حضــور ته دې راغلى يم د ســرو شونډو بوسې ته په زړه كې مې دا تنــدې، دا اورونه ماتــوم اشنا وې لږ د راز و نيـاز دنيــا ته سر ښكاره كړه بيا ورو ورو درنه خپــله حجابونه ماتـوم ګرديز ۲۰ اكتوبر ۲۰۰۵ |
