غزل
زما خو نه ټپه نه مې سندره وي خوږه خو ستا څنګه اشنا هره خبره وي خوږه زه څنګه به د خپلې مينې قدر نكړم شيخه! سيپې په خپل زړه كې مر غلره مي خوږه په هر قدم يې نياز له نازه زر ځله ځاريږي هر څو كه شوخوشنګه وې دلبره وي خوږه راستون چې مې د خيال مارغه له ښكاره شي د شعر نيولې په پنجو كې يې كوتره وي خوږه خندا خو دې په زړو كې سمې لارې تيروي موسكا دې د سوركو شونډو شكره وي خوږه چې ټوله د فطرت په څير د حسن كرشمه وي نغمه دې بويه داسې نغمه ګره وي خوږه |