غزل
تـــوبه چــې وكړو تــــوبه نه ماتـــــــــــــــوو د چا پر خوله هــم روژه نه ماتـــــــــــــــــوو باڼه يې جنــګ پســـې روان وو ډلـــــــــه وې يې لښكر يو پښتـــانه ماتـــــــــــــــوو زمـــــــــونږ له دواړو يې و ژوند لوټــــلى ورځـــــــــو نن كـــور د بيلتانه ماتـــــــــوو زاهده نيسه! مونږ يې څښو په مــــــــزه ستا ده روژه، مونږ بوزه نه ماتـــــــــــوو باران د كاڼو كې يې تخرګ كې نيسو سرونه مات وړو پيالـــــــه نه ماتـــــــــوو پر هـــــــاغو وخاندي اقبـــال له غمــــــه وايي “قسم دى وعده نه ماتـــــــــــــوو!” |