غزل
مذهب زمونږه عشق دى بس د حسن بندګــــي ده زمونږ له خوارو څه پوښتى چې څنګه زندګـــي ده هو ياد به ښه نه وي خو مونږ در وې د زړه وينـــې دا نن چــــې دې د حسن باغ كې دومره تازګي ده پوهيږو نه حيران يو چې خطا ده زمونږ كــــــــــومه لار تيره له هر خوا زمونږ پر كلي د مــــــــــــرګي ده د سوز دا سوى غږ چې يې سړى له هوشه باسي اقباله دا شپيــــلې كه ســـــــــــــرنده دې زړګي ده |