د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 
غزل

د ژوند د خم تر غاړې ناست لكه مــاړه چې ناست وي
داسې مثــــال د پښــتنو لكه كاڼـــه چې ناست وي

زمونږ د زلمو احساس مړ شوى،دي اوس داســې لكه
د ژوند د خير په غونډې ناست لكه زاړه چــې ناست وي

په كار او ژوند پسې زه څنګه له دوى مخــــه وكړم
تل مې د زړه كور كې يادونه ميلمانه چې ناست وي

ښايي دوى هم د چا ديدار لپاره شپـې روڼوي
ستوري اسمان كې ګرده شپه داسې راڼــه چې ناست وي

دا سوي سوي اسويلي يې شي نغمــې د غزل
اقبال دې كله ستا په اور د بيلتـــانه چې ناست وي

 د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.