غزل
چې عشق راوښوده د مينې د رازونو ژبه اوس سره وايو مونږ د سترګو او د زړونو ژبه خدايه باران د كوثري ميو راووروه له مودو وچه ده له تندې د وختونو ژبه چې مې د هجر شپه په ساندو او په وير تيره شي ځكه مې زده كړه د بلبل د فريادونو ژبه زما د روح د تږي ذوق تنده پرې تل ماتيږي ګونګه يې مه كړې د شپونكي د تورو غرونو ژبه اقباله تايې چې له درد سره ياري كړې ده ځكه غزل دې شو د تاندو پرهرونو ژبه |