غزل
چې رنګ يې د ښكلا شو په تن خــــــور د پسرلي په باغ يې د ځوانۍ ګډ شو يو شــــــــور د پســـرلي دا ډېر كلونه وشول بيايې مخ راښكاره نكـــــــــــړ ورځم كه يې پيدا كړم چېرته كور د پســــــــــــرلي تر غاړې به يې هار د نغمــــه ګرو زړونو تاو كړو چې پرې يې د احسان شي پر مونږ پور د پسرلي زړګى مې د فراق په تېرو غشــــــــو لګېـــــــــدلى زخمـــــــــونه به مې جوړ شي په ټكـــور د پســرلي اقبال نه هسې څه پوښتـــى ښائيست يې د جانان په سترګـــــــــــــــو كې راټول يې واړه زور د پسرلي |