غزل
لاس كې مې د خيال تيشه ده كاڼې به هندارې كړم جوړې به د وصل د تصــوير كلي ته لارې كړم بس د زړګي وينه غواړي مينه غواړي نور څه نه ته چې رانه پوښتې چې نغمې څنګه خمارې كړم بيا به دې په چم كې بلبلان سندرې ووايي سوې لوې دښتې به دې واړه مرغزارې كړم ته به راته څه راكړې اى ښكليه راته ووايه زه به مې سندرې ستا د حسن پرستارې كړم لا خو دې اقباله تر منزله مزل پاتې دى پيغلې پښتنې به دې د شعر خريدارې كړم |