کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

  د ښاغلي انعام الله " ګوهر" شعرونه
 

غزل

ځار دې شمه ښکليه خماري سترګې لرې
ښکارکوي دزړونو عقابي سترګې لرې
چې کله راته ګورې زنېګېدلی په لارځمه
ډکې دنشې نه شرابي سترګې لرې
سترګي دي،دي ډکي دقدرت دکرشمونه
ډېر ډېر راته ګوره الهامي سترګې لرې
څومره ښکلې ښکاري لکه دوه دجنت حوري
ګلان ترې نه شرميږي ګلابي سترګې لرې
په شونډودې مسکا وي په لېموکې ځواب راکړې
جانانه څومره شوخې ځوابي سترګې لرې
ګوهره ددنيا په حقيقت باندي به پوی شې
چه ډکي دهنر نه ادبي سترګې لرې

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.