کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

  د ښاغلي انعام الله " ګوهر" شعرونه
 

غزل

ووايم روح که درته زړه ووايم
يمه حيران چې درته څه ووايم

محفل دی ټول له رقيبانونه ډک
د زړه قيصه به په لېمه ووايم

کله دې سوچ کې دومره لرې لاړ شم
چې تاته ځان او ځان ته، ته ووايم

دا تورې زلفې که دې توره شپه ده
بيا به دې سپين مخ ته لمبه ووايم

که دې ژوندی دملالۍ تاريخ کړ
درته به کلکه پښتنه ووايم

ګوهره مه مې راسپړه دزړه رازونه
ښه به وي دا زه چه څه نه ووايم
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.