کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

  د ښاغلي انعام الله " ګوهر" شعرونه
 

غزل

دا تر کومه به کړيږو زه او ته
يو په بل پسې ژړيږو زه او ته

د هجران په سرو لمبو کې به ترکومه
د پتنګ غوندې سوزيږو زه او ته

بېلتون هسې داغ راکړی ده په زړونو
په درمان يې نه پوهيږو زه او ته

هسې بند يو د رواج په زولنو کې
يو د بل نه، نه خبريږو زه او ته

مودې وشوې ستا راتلو ته انتظار يم
چې به کله يو ځای کيږو زه او ته

رقيبان مو ښکاره نه پريږدي دلبره
پټ په سترګو کې موسيږو زه او ته

ګوهره که په ژوند مو قدر نشته،پس له مرګه
زمانې ته به يا ديږو زه او ته
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.