د ښاغلي افتخار "سالک" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

غزل

خياله د يار د رخسارونو سره لوبې کوه
شابه تکړه شه د اورونو سره لوبې کوه

بيا يې زلفان په سپين رخسار باندې خواره واره دي
د سپرلي باده د لړونو سره لوبې کوه

د يار ديدن که مې واعظه په نازونو غواړې
په مېکده کې د جامونو سره لوبې کوه

راشه بيا زړه په بې نيازۍ کړه راله پاڼې پاڼې
لکه ماشوم غوندې ګلونو سره لوبې کوه

د يار د سرو شونډو لعلونه چې دې بايلل ځه اوس
د خپلو اوښکو د لعلونو سره لوبې کوه

خود به "سالکه" درد نه څړيکې تر اسمانه خېژي
چا درته وې چې د زخمونو سره لوبې کوه

 د ښاغلي افتخار "سالک" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.