د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
غزل کله مرهم مې د زخمونو يې نظر جوړ شي کله راوګوري په زړه کې مې پرهر جوړ شي زه به تر عمره د دې خپلې شملې خيال ساتمه ښکته به يې نکړم ټيټيدو ته که مې سر جوړ شي د زړه په سيمه چې د فکر بارانونه اوکړم هرې خبرې ته مې ګورئ ترې ګوهر جوړ شم زما د ننګ او د غيرت قيصۍ ته نۀ رسي څوک ډېر لېوني که ستا د مينې ستا د در جوړ شي غزالې سترګې او سرې شونډې چې يې وستايمه "سالکه" ښکلى شان غزل ترېنه اکثر جوړ شي
د ښاغلي افتخار "سالک" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.