کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي  عبدالرحيم  " هلال  "  شعرونه
 


مكتبـــي


اوس هغه مكتبي نه يم اوس بدل يم
لاروی يمه دبلې يوې لارې
زړه نازړه دخپل هدف ترحددراوړم
راته هرڅه ستا په دوو سترګوکې ښکاري

ماشومتوب رانه په بله خوامخ کړی
شوق دلوبو یوه زره راسره نشته
ځان مې پټ کړم له همزولوتری تم
بې له تا بله چاره راسره نشته

زما شوق دسبق ډېرووخواوس نشته
خدای مین کړم اوس سندرې یادومه
اوس مې ذهن کې یوه بله دنیا ګرزي
ایله ستادخولې خبرې یادومه

تابه وېل چې مسافرشې زړه مې دردکړي
مابه ویل درته پېښ شوی درددسردی
دامړه تبه دسردردخومعمولی وي
مازده کړی بیلوژﺉ کی بلډفریشردی

خوچې اوس ته رانه بیله شي نوپوه شم
جدايي خوپه ریښتیا بده بلا ده
دسردرددځان وژل دزړه چاودل دي
تاته کړې ها خبره مې خطا ده

چې به تارانه دزروچارګل وغوښت
یوه هیله به دې وکړه په خنداکې
زه به ړنګ شومه په شا وروبه مې وویل
مادزروقیمت لوستی په کیمیاکې

اوس هغه مکتبي نه یم اوس بدل یم
ستاپه پوزه پره داره چارګل خوندکړي
ستاپه وړاندې نقره څه ده طلا څه ده
تردې ټولوالماس داره چارګل خوند کړي

بند په بېل یوه جهان مې زما خیال دی
ځان دتااودځان درسته نړۍ بولم
په خپل نوم یوازې خپل ځان ته خطاب کړم
ستاپه نوم په ایمان درسته نړۍ بولم

دحساب مضمون مې اوس هم لا په یاد دی
پرې داغونه دزړګي معلومه ومه
دخپل صبرتناسب اونسبت ګورم
ستادهجرفیصدي معلومه ومه

چې به ماوه شپه اوورځ په ځان یوه کړي
اوس هغه مکتبي نه یم اوس بدل یم
څه ساده وم څومره رام وم خواوس شوخ شوم
ښه مغلق شوم ستا دتورو کمڅوول شوم

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.