د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

وطنه
ته مو ټاټوبی مونږه ستا يو وارثان وطنه
څو چې ژوندي يو تا به ساتو په  مونږ ګران وطنه

ته مو د پلار وطن يې په مونږه ګران له تن يې
تا کې لوی شوي دي دا  واړه   افغانان   وطنه
څو چې  ژوندي يو تا به ساتو په  مونږ ګران وطنه

ستا ابادي غواړو تل ستا سر لوړي غواړو تل
افغان به جګ کړي  په  نړۍ کې ستا نښان  وطنه
څو چې ژوندي يو تا به ساتو په  مونږ ګران وطنه

ته قدرمن يې مونږ ته   ته عزتمن يې مونږ ته
ستا موټی خاوره به ورنکړو په جهان وطنه
څو چې ژوندي يو تا به ساتو په  مونږ ګران وطنه

افغانان ستا بچي دي    په تا فدا بچي دي
تا به آباد کړي ته لرې ښکلي زلميان وطنه
څو چې ژوندي يو تا به ساتو په  مونږ ګران وطنه

"هېواد" خوشاله دی نن   ډېر بې مجاله دی نن
چې ستا هر ځای کې شو نافظ ښکلی قران وطنه
څو چې ژوندي يو تا به ساتو په  مونږ ګران وطنه

جلال آباد -   ۱۰/۶/۱۳۷۶

د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.