|
سپرلي ته
سپرليه راشه بيا زمونږ پر کلي بيا مو وطن ته سره ګلونه راوړه د مستو پېغلو اوربلونو ته بيا د سرو ګلونو امېلونه راوړه
بيا د نارنج ګلونه وسپړوه بيا خوشبويانې په هر لور راوله چې ټول په ګډه ننګرهار ته لاړ شو بيا خوشاليانې کور په کور راوله
چې بيا ببرې څڼې غټ برېتونه زلمي جشنونو کې سيلونه وکړي چې د ملي سرود په مخکې روان دا ببر سري اتڼونه وکړي
ډېر عمر وشو چا خندلي نه دي زمونږ په زړو باندې غمونه پراته زمونږ له شونډو نه مسکا هېره ده په ګرېوانو کې مو اورونه پراته
ښاديانې نه راځي زمونږ په سيمه دلته غمونو نه کوڅې ډکې دي پېغلې اوس چاته سينګارونه وکړي؟ له ښو ځوانانو هديرې
ډکې دي
زمونږه وچو او سپېرو شونډو ته له سپينو غرونو نه خندا راوله دغه مات شوي ژوبل، ژوبل زړونه يو ځلې بيا ته په ګډا راوله
بيا د کُلال مټې راونغاړه په ستړو مټو کې يې زور واچوه چې ښکلو پېغلو منګي جوړ کړي بيا ګودرونو ته لږ شور واچوه
دا د سرو وينو او نفاق سېلاب ته بيا د وحدت ستر ستر بندونه جوړ کړه چې دا د غم سپېره سپېره بادونه ورباندې بند شي، سپين جګ غرونه جوړ کړه
چې بيا د يو بل په خوښيو خوښ شو داسې مو زړونو کې عزت کېږده چې ټول يو موټی شو وطن آباد کړو زموږ په روح کې صداقت کېږده
سپرليه بيا به دې سپرلې وبولم که دې آباد زما ګلشن کړو بېرته د ژوند تر پايه به دې ستايم ګله
که دې "هېواد"
پخپل وطن کړو بېرته
مالمو - سويډن،
۳۱/۵/۲۰۰۲
دلته کېکاږئ او
پورتنی
شعر د هيواد شيرزاد په غږ کې واورئ

|