|
څو پښتنې خبرې
راشه چې بيا د عشق کتاب نه څو کيسې وکړو کښېنه جانانه څو خبرې پښتنې وکړو
څوک چې زمونږه پاکې مينې ته په سپکه ګوري تڼۍ به وشلوو هغوی ته به ښېرې وکړو
دا چې زمونږ خواږه خوبونه په غړمبا تښتوي وربه شو، دې مغرور آسمان ته به ګيلې وکړو
راځه چې لاړ شو بيا د هېرې ميکدې په لورې ساقي به ووينو، سلام به د پيالې وکړو
باد يې د څڼو بوی راوړي له کوهي قافه ځينې ځه پسې ورشو ددې ښکلو نندارې وکړو
دلته هر چا خپل ځانته خپله مهرابونه جوړ کړل مونږ به هم لاړ شو خپل مهراب کې به سجدې وکړو
دوی چې په وينو باندې رنګ لاس کې تسبې اړوي د دوی په ښار به توپانونه زلزلې وکړو
ولې د خپلو اوبو جام ترڅنګه تږي ناست يو؟ لږ به تپوس له دې بې رحمې زمانې وکړو
"
هيواده" ! وايه بيا د چا پر کلي شپه اړوو؟ چې بيا خوږې خوږې خبرې څو شېبې وکړو
|