د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
مورې
تانه قربان شمه خوږې مورې ماته د سترګو نه نژدې مورې لوی دې کړم خپله غيرتي غېږه کې غيرت نه ډکې پښتنې مورې ماته دې يادې کړې پښتو خبرې څومره خوږه ژبه لرې مورې وايم چې ايښې مې باڼه وای درته په هغه ځای چې قدم ږدې مورې چې هره پاڼه د کتاب اړوم ستا صفتونه دي پکې مورې زما جنت دا ستا ترپښو لاندې دی لوی کرامت لرې درندې مورې " هېواد " په هيڅکله پرېشانه نشي چې ستا دوعا وي ورپسې مورې
د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.