د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل راته گوري تر سهاره ستا تصوير نور يې ويستی يم له کاره ستا تصوير
اوس چې نه يې بلا ډېره مې يادېږې ښکلومه څو، څو واره ستا تصوير
هسې نه بت پرستانو کې حساب شم څه کانې يې وکړې ياره ستا تصوير
خدای دې راوله ډالۍ يې درکومه ما ساتلی ستا لپاره ستا تصوير
هغه ستا هيواد غښتلی انځورگر شو جوړوي پر هره لاره ستا تصوير
د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.