د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

  غــــــــزل

اوښکې مې تا پسې بهيږي، ته به کله راځې؟

ستا ښکلی سترګې مې ياديږي، ته به کله راځې؟

ته د څو شپو په وعده لاړلې چې بېرته راځې
مياشتې کلونه دې تېريږي، ته به کله راځې؟

په شپه کې ناست يمه سپوږمۍ ته دې صفت کومه
دا د غم شپې نه سباکيږي، ته به کله راځې؟

زما د سترګو نه د وينو سره ډنډونه جوړ شول
هر وختې تاپسې ژړيږي، ته به کله راځې؟

زړه ته مې وايمه چې صبر شه نور مه ژړېږه
د زنې خال دې نه هېريږي، ته به کله راځې؟

د خدای لپاره ګلې راشه نور دې خپل کلي ته
زړه د " هېواد شېرزاد " خوږيږي، ته به کله راځې؟


 

د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.