د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل د پاکې مينې په الزام لاړمه دا ستا د کلي نه بدنام لاړمه
ستا رسوايي وه راته ګرانه اشنا دا مې ناکام و چې ناکام لاړمه
پښتون زړګي به مې پښتو هېره شوه چې دا ستا سترګو کړ غلام لاړمه
ستا د ملالو سترګو حال ترې پوښتم سپينې سپوږمۍ ته د ماښام لاړمه
نصيب مې کاڼي شول ګلونو پر ځای دا مې د مينې شو انجام لاړمه
هيواد دې مينه تر قيامته کوم ځکه دې نوم ته په سلام لاړمه
سويډن - ۲۰۰۳ ز
د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.