د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غزل

د چانه مخ ورک دی، د چا نه، ده هنداره ورکه
ددغه ښار دهر وګړي نه، ده لاره ورکه

ستا په اواز پسې مې هره شپه سلګۍ وي مورې
ستا په دوعا پسې اروا مې تر سهاره ورکه

دا به نصيب وي چې ژوندي يو، خو يو بل نه وينو
خدای دې ژوندی لره، زما شيرينه پلاره ورکه

هغو کوڅو کې چې د مینې ترانې غږېدې
هغو کوڅو کې اوس نغمه ده له سیتاره ورکه

هېواد رنځور دی لږ پوښتنې له خو ورشه کنه
سبا به نه وي، د هېواد د زړه قراره ورکه
 


 

د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.