د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غــــــــزل
د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي صاحب د شعر په ځمکه چې وايي: ستا د سترګو بلا واخلم ، بيا دې سترګې ولې سرې دي ٭٭٭٭ بېلتانه يم ژړولی په ژړا مې سترګې سرې دي په زړګي باندې مې بلې د هجران د اور لمبې دي څه ګيله به له اغيار کړم پدې حال چې اوس زما دی چې خپل رب راته ليکلې د ازل کرښې سپېرې دي چې په خوب کې راپه ياد شي ناکرار شم په ژړا شم هېرېدل يې ماته ګران شول د اشنا سترګې خوږې دي چې مې زړه پکې بايللی اوس نو چېرته ترېنه لاړ شم له جنته ماته ګرانې د جانان خړې کوڅې دي د کنعان سپينې کوترې د يوسف لاره راښيه ما په خوب بېګا ليدلي د آسمان سترګې خوږې دي دا خندا به دې په غم کړم ای غمازه که درخلاص شوم! خو افسوس چې له ازله مې په پښتو کې زولنې دي د هېواد جانانه راشه، روح د تنه په وتو دی زنکدن راحضور شوی دژوندون وروستۍ شېبې دي مالمو سويډن ، اکتوبر ۲۰۰۱ ز
د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.