د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غدار زموږ د کلي

چې قاتل ته ښيي لار زموږ د کلي
ورپسې به وي ازار زموږ د کلي

د خپل کور پته پخپله ورته وايي
دا ساده ، ساده هوښيار زموږ د کلي

دا په سپنه جامه سپين خلک چې گورې
په همدوی کې دی غدار زموږ د کلي

پرون پورې کلي سرې لمبې کولې
نن دی بيا لکه چې وار زموږ د کلي

جنکيو مو گودر نه وينې راوړې
چا ويشتلی دی چنار زموږ د کلي

که ټوپک ورڅخه مات نه کړو هېواده
دا وگړي به وي خوار زموږ د کلي
 

 


 

د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.