د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

د زړه آواز...

وران وطن ته مې بهار يم، يم سپرلی د سرو ګلونو
لېونی يمه د مينې  يم زمری د جګو غرونو

چې زمونږ ښکلی وطن يې په ميرو راته بدل کړو
د هغوی په کور راولېږم  لکه شړک له آسمانونو

د يتيم له خولې وتلی  د ښېرو نه ډک فرياد يم
زه له اوښکو جوړه شوې  يو څپه يم د سيدونو

ناکرار به يم ترڅو چې د ظالم ټغر ټول نکړم
دا قسم دی ما خوړلی د شهيد په مزارونو

د وطن ښکلې جنډه مې  تر آسمانه جګومه
د غيرت ډک افغان يم  جنګيالی يم د جنګونو

له غمونو نه جوړ شوی د هيبته ډک توپان يم
کور به وران کړمه د ظلم زه په داسې توپانونو

د ( هېواد ) د زړه فرياده د قاتل په کوڅو ورشه
ترې راجګې جنازې کړه د مړو شوو آرمانونو


 

د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.