د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

د وطن وير


د وطن غمونه ډېر دي، دا غمونه نه خلاصيږي
يم حيران پروردګاره، چې اخر به څه چل کيږي
د وطن هر څه برباد شول
ګاونډيان مو پرې اباد شول
دا وطن د بل چا نه دی، زمونږ خپل وطن ورانيږي
ليډران مو ګُمراهان شول
د پرديو غلامان شول
خپل ښايسته وطن يې وران کړ، دوی په دې کله شرميږي
ځان ځاني ده هر انسان کې
خودخواهي ده هر افغان کې
د افغان پت او ناموس نن، بازارونو کې خرڅيږي
که پښتون يې که تاجک
هزاره يې که ازبک
دا جنګونه کړئ نور ختم، يتيمان راته ژړيږي
افغانانو جوړ وحدت کړئ
پر ځان ټول دا خپل ملت کړئ
د " هېواد" زړګی غمجن دی، په وحدت باندې خوښيږي
جلال آباد ۱۹۹۷

 

 

د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.