د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

د سوګندونو ماتېدل


په تورو زلفو  زنګېدل زده کوو
ډکو پيالو کــــــې لمبېدل زده  کـوو
مــونږه د ښکلو له نظره ورک يو
ځکه يې زړو کې اوسېدل زده کوو
دا ازلي ژړا مــــــو ډېره وکـــــــړه
راځـــــئ! ملګرو خندېدل زده کـــــوو
چې يې الزام د مينې راکړلو نو-
خـود به په دار باندې ختل زده کوو
نه ځو د نورو په رڼا پسې نور
پخــــپله شمعه ســــــوځېدل زده کوو
خير دی که لمر زمونږ نه کډه شولو
اوس په رڼــا د ستورو تلل زده کوو
نور مو د صبر بېړۍ ډوبه شوله
د ســــــــوګندونو ماتېدل زده کـــــوو
" هېواده "   مسته ميکده راښيه
د زړه د للــــمو اوبېدل زده کــــــوو

مالمو ــ سويډن

د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.