د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
وربل تندى پټ کړ اوس نه ښکاريږي څراغ وومړ شو خود ، تياره ښکاريږي پاڼه او پرخه شوه دګل په برخه برخه دزړه ازغي ، باڼه ښکاريږي دخوړ په کاڼو کې مې موم ومونده ښکليو کې يو نيم نرم زړه ښکاريږي سيوري دزلفو دې مخ وځلاوه چې شپه تياره شي ستوري ښه ښکاريږي زه خو سپرلى ګڼمه ستا له مخه چا ته به څه ، چاته به څه ښکاريږي حقيار خوشته خوزړه يې والوته ترې اوس ستا قفس کې بند مرغه ښکاريږي ١٣٨٢- ٧- -٢٠
د ښاغلي محمدحسن (حقيار) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.