غزل
ناز که کرشمه که نازنينه ده
ګل ده که ګلبڼ ده که ګلچينه ده
ستوري شاوخوا ترېنه اتڼ کوي
خور ده دسپوږمۍ څومره حسينه ده
هسې دوى صفت دپسرلي کوي
دا خو په والله چې ترې رنګينه ده
خيال يې ليونى نظر ياغي باغي
خوى يې دآينې څومره خود بينه ده
ښکاري چې ښکالو يې دپښو وي دا
دا چې په غورځنګ مې زړه کې وينه ده
څه شى يې تشبيه څه يې مثال راوړم
خدايه لمر نه هم دا تکه سپينه ده
تلل مينه کتل مينه ويل مينه
مينې نه پيدا ده نګه مينه ده
مينه يې (حقياره ) دايمان برخه
خود به پرې( مؤمن) يمه (شيرينه) ده