د ښاغلي محمد شفيق "حقپال" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

دښاغلي محمد شفيق حقپال لنډه پېژندنه

محمد شفيق حقپال دمحمد يونس زوى په لمريزهجري ۱۳۴۴ كال كې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دكريمدادودقريي دمارخانې په كلي كې زيږيدلى .لومړنۍ اومنځنۍ زده كړى يى دكابل په سپين كلي ليسه كې نورى زده كړى يي دكابل تخنيكم دبرېښنا په څانګه كې پاى ته رسولي .
دكابل په تخنيك ثانوي دپيښور په سيدجمال الدين اودميدان وردګو ولايت دخالد بن وليد په ليسو كي يي دفزيك اورياضياتو په څانګه كي ښوونه كړي دغه راز دباختراطلاعاتي اژانس كي يي دسياسي مبصراوخبريال ،په راديو افغانستان كي دنطاق ،دسولي اوجګړي نړيوال انستيتوت ، دملګروملتوپراخيايي اداري ،دافغانستان سره دمرستودسمون ادارى اويوشميرنوروملي اونړيوالو څانګوكي يي دخبريالى اوليكوالى په برخه كي كاركړى په سل ګونه مضمونونه ،خبرونه ، رپوټونه ،تبصرى اوشعرونه يي دهيواد په بيلابيلوورځپاڼو ،مجلو ،راديواوتلويزيون او ويب پاڼو كې په پښتواودرى ژبو خپاره شوي. دهيلوغوټۍ په نامه لومړنۍ شعري ټولګه يي نوى خپره شوى ده دوه ټولنيز كتابونه يي ليكلي اودوه درسي كتابونه يي ترجمه كړي چي چاپ شوى نه دي.
دحقانيت جريده،مصباح اوونيزه،سيرت اوونيزه،ارادى ورځپاڼه،نامه زندگى جريده،داستقلال مجله،هيواد ورځپاڼه ،انيس ورځپاڼه،ارمان ورځپاڼه ،نونهالان مجله،قلم جريده...اونورې ګڼ شمېرچاپي خپرونې هغه خپرونې دي چې ده په كې دمسئول چلوونكي، دپاڼې چلووونكي ،اديتراوقلمي همكار په توگه كار كړى .

 د ښاغلي محمد شفيق "حقپال" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.