غزل
تندی مې څه پرېوت چې
سر پرېوت
نن زما سر د چا په در پرېوت
لکه سپند په ګډېدو شومه زه
خدای زده په ما د چا نظر پرېوت
داسې ناڅاپه بې خبر
غوندې شوم
غوږ کې زما د چا خبر پرېوت
لامې همت دی د ځوانۍ
په هوا
خير که په پر زما وزر پرېوت
لکه غبار د انتظار
په ګوته
زما په سترګو کې سحر پرېوت
مينې څه نوی اړخ بدل
کړو آشنا
ستا نه مې زړه کې نن خطر پرېوت
تير يې بهار شو د
ځوانۍ، راعۍ
پوخ شو، د څانګې نه ثمر پرېوت
ډېر تعلق د دنيا پرې
ويستمه
چې سيلۍ راغله دروند شجر پرېوت
څوک په ستنه له
ميخانې شو په خود؟
خو څوک دننه څوک بهر پرېوت
ځان ته په مينه کې
کوم سر چې وي سر
سر چې په مينه شو په سر پرېوت
حمزه
هر داغ شو مسکی لاړو آشنا
ستورو برېښنا وکړه چې نمر پرېوت
