د ارواښاد حمزه بابا شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 


غزل

پرېږده چې   لوظونه د دروغو دې رښتيا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم

توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانی شمه ستا مينه به پخلا کړم

برند که حوادث  دي د وختونو په ککو کې
زه به حوصله هم  پښتنه ورته پيدا کړم

لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار نه يم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لورې بيا کړم

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

د ارواښاد حمزه بابا شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.