د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل په ساده سترګو کې دې غلا پېژنم هر څه دې پېژنم چې تا پېژنم زه خو څه نه وايم موسېږې ولې بې لوظه ياره زه خو تا پېژنم جار دې له زلفو نقاب مه اچوه زه خو هم شپه او هم سبا پېژنم ته به مې پېژنې دروغ به نه وي زه خو دې ښکليه په رښتيا پېژنم کله ساقي کله پيالې ته ګوري زه به محفل کې وارخطا پېژنم د ډېره سوخته په خندا شوې حمزه دا دويم رنګ دې له ژړا پېژنم
غزل
په ساده سترګو کې دې غلا پېژنم هر څه دې پېژنم چې تا پېژنم
زه خو څه نه وايم موسېږې ولې بې لوظه ياره زه خو تا پېژنم
جار دې له زلفو نقاب مه اچوه زه خو هم شپه او هم سبا پېژنم
ته به مې پېژنې دروغ به نه وي زه خو دې ښکليه په رښتيا پېژنم
کله ساقي کله پيالې ته ګوري زه به محفل کې وارخطا پېژنم
د ډېره سوخته په خندا شوې حمزه دا دويم رنګ دې له ژړا پېژنم
د ارواښاد حمزه بابا شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.