د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي نورې خبرې مې په زړه پاتې دي سوال خو مې اورې خو ځواب نه کوې لا په خوږو کې دې ترخه پاتې دي ستا د هندکي باڼه که نېغ وي څه شی لا څه شملې د پښتانه پاتې دي په خلاصېدو شوه د زړه وينه حمزه لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دي
غزل
لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي
دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي نورې خبرې مې په زړه پاتې دي
سوال خو مې اورې خو ځواب نه کوې لا په خوږو کې دې ترخه پاتې دي
ستا د هندکي باڼه که نېغ وي څه شی لا څه شملې د پښتانه پاتې دي
په خلاصېدو شوه د زړه وينه حمزه لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دي
د ارواښاد حمزه بابا شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.