د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل چې د نظر سره دې مل نه شومه څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه قرار مې نشته په ګردش يمه زه فلکه ستا په ژرنده دل نه شومه حسنه بې شک چې دې بدل نشته ته که بدلېږې زه بدل نه شومه ورپسې تل شومه د اوښکې په رنګ دُر د اشنا د زړه د تل نه شومه تېر شوم له عشق حال سوال شومه اوس څو ځله حل شومه خو حل نه شومه که په ژوندون دې زما اور بل کړ څه چې لوګی دې د وربل نه شومه حمزه ځواني زما غزل اوخوړه خامي مې دا ده چې غزل نه شومه
غزل
چې د نظر سره دې مل نه شومه څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه
قرار مې نشته په ګردش يمه زه فلکه ستا په ژرنده دل نه شومه
حسنه بې شک چې دې بدل نشته ته که بدلېږې زه بدل نه شومه
ورپسې تل شومه د اوښکې په رنګ دُر د اشنا د زړه د تل نه شومه
تېر شوم له عشق حال سوال شومه اوس څو ځله حل شومه خو حل نه شومه
که په ژوندون دې زما اور بل کړ څه چې لوګی دې د وربل نه شومه
حمزه ځواني زما غزل اوخوړه خامي مې دا ده چې غزل نه شومه
د ارواښاد حمزه بابا شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.