د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل چې دې له سترګو پرېوتلی يمه ايله دې زړۀ ته رسېدلی يمه عشقه د پوهې نه هم ستا دی اوچت داسې مقام ته رسېدلی يمه زۀ دې محفل ته په وېنا رقيبه درتللی نه شوم خو درغلی يمه دا څه مقام دی چې زۀ خيال کومه نه چرته تلی نه درغلی يمه ستا اننګو ته رسېدل ګران وو لکه د اوښکو څڅېدلی يمه په تمام عمر کې بس دا يو ځل ستا په ککو کې موسېدلی يمه
غزل
چې دې له سترګو پرېوتلی يمه ايله دې زړۀ ته رسېدلی يمه
عشقه د پوهې نه هم ستا دی اوچت داسې مقام ته رسېدلی يمه
زۀ دې محفل ته په وېنا رقيبه درتللی نه شوم خو درغلی يمه
دا څه مقام دی چې زۀ خيال کومه نه چرته تلی نه درغلی يمه
ستا اننګو ته رسېدل ګران وو لکه د اوښکو څڅېدلی يمه
په تمام عمر کې بس دا يو ځل ستا په ککو کې موسېدلی يمه
د ارواښاد حمزه بابا شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.