کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

 د ښاغلي عبدالرحمان "غضري" شعرونه
 

زما غزل

ستادمړوسترګوپه کونج کې یوه مسکازماغزل شوه
یاخوزه ښکلا پرست یم یاښکلازماغزل شوه

زمادشنه زړګي له سمڅودیوو اه په وږودرشي
ستادشونډوښکلاروي څهّ بلازماغزل شوه

تادستوریوپیرته وویل هغه ټول په ماراچف کړو
هرحسرت ته دې صنمه په دعازماغزل شوه

داسي نه دی چې ته نه یې نوخیالونه دې هم نه شته
ستادخیال له تصویرونواخترا زماغزل شوه

لري تله به دې زه ژاړم ددې نورولس پرې څه شي
ستادحسن له رنګونوبېنوازما غزل شوه

اوس خوشپوپه غیږکې نغښتې ویرونکی تصوردی
درلیږم به یې ډالۍکې که رڼا زماغزل شوه

چرې خوب کې پیښه وکړه ورته ووایه یوسف یم
دعزیز حرم ته درومې زلیخازماغزل شوه

غضري دزړه په وینو ټکی ټکی لمبولې
خدایزده ولې له دې نورونه وړیا زما غزل شوه
ساجرسعودي عرب

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.