يوه
مينه
مورې زړه
مې سوړدی ليږيې تودکړه په
توده مينه
ستړی دی دژوندناخوالووړې
تري خوږه مينه
پريږده چې ليږوژاړمه
ورسته مې بياښکل کړه ته
اوري مې په زړه دماشوم
توب وړه وړه مينه
ګورم دې ټيکري ته اله
ژرپلو راواړوه
خلاص يې کړه اوراکړه تري
يوڅودانې ميوه مينه
خيردی که ترمنځ
موهيوادونه اوسيندونه دي
لمنځ چې مورې وکړي په
دعاکې راليږه مينه
مورې له تالري داژونون
راته ژوند نه ښکاري
خدای زده څنګه درشمه چې
ښکل کړم ستاکعبه مينه
دلته چې له چاسره
مورووينم نوليږمه
نورمې څه وس نوي راپه زړه
کړم ستازړۀ مينه
مينه مينه وسه زماترژونده
زماخوږې مورې
ستاپه ژوندژوندۍ ده
زمادژوندخوره وره مينه
ربه غضرې درنه په ژوندکې
نورڅه نه غواړم
مور راسره پريږده درنه
غواړم دغه يوه مينه